په اوسني حالت کې، له ۳۰۰۰ څخه زیات افغان اتباع چې آلمان ته د منلو رسمي تأییدیه لري، په پاکستان کې د ویزې صادرېدو ته انتظار باسي. د امنیتي ارزونو او د ویزې صادرولو بهیر اکثره څو میاشتې دوام مومي، چې ډېر وخت نیسي، په ځانګړي ډول ځکه چې د تېرې اونۍ راهیسې د پاکستان امنیتي مقاماتو د دې افرادو د افغانستان ته ایستلو پروسه پیل کړې ده.
د دې کسانو په منځ کې پخواني محلي کارکوونکي هم شته، چې په افغانستان کې له جدي امنیتي ګواښونو سره مخ دي.
دا د آلماني مقاماتو مسؤلیت دی چې دغه کډوال ژر تر ژره له خطرناکې سیمې وباسي. آلمان باید د هغو کسانو پر وړاندې خپله ژمنه عملي کړي، چې په افغانستان کې یې د لوېدیځو ارزښتونو لپاره هڅې کړي دي. دغه کسان د منلو د ژمنو پر اساس خپل شتمنۍ شا ته پرېيښې دي، او اوس که افغانستان ته ستانه شي، د خپل ژوند لپاره تر بل هر وخت زیات خطر احساسوي.
هغه سازمانونه چې دا غوښتنه یې لاسلیک کړې، د ویزو د ارزونې بهیر د چټکتیا او د امنیتي ارزونو د ګړندي کېدو غوښتنه کوي، ترڅو د هغو افغان اتباعو له جبري ایستلو مخه ونیول شي، چې آلمان ته د منلو رسمي تأییدیه لري.
لاسلیک کوونکي سازمانونه:
- Afghan Women Activists Coordinating Body (AWACB)
- Artistic Freedom Initiative (AFI)
- ArtLords
- Bayerischer Flüchtlingsrat
- Bundesweite Arbeitsgemeinschaft Psychosozialer Zentren für Flüchtlinge und Folteropfer (BAfF e.V.)
- Bündnis Hamburger Flüchtlingsinitiativen (BHFI)
- Climate Activist Defenders
- Deutscher Anwaltverein (DAV)
- Deutscher Juristinnenbund e.V. (djb)
- Deutschschweizer PEN-Zentrum
- European Organisation for Integration e.V. (EOI)
- Flüchtlingsrat Berlin e.V.
- Flüchtlingsrat Mecklenburg-Vorpommern e.V.
- Flüchtlingsrat RLP e.V.
- Flüchtlingsrat Sachsen-Anhalt e.V.
- Flüchtlingsrat Schleswig-Holstein e.V.
- Hessischer Flüchtlingsrat
- International Rescue Committee (IRC) Deutschland
- Kabul Luftbrücke
- Der LSVD⁺ – Verband Queere Vielfalt
- Mission Lifeline International e.V.
- move on – menschen.rechte Tübingen e.V.
- Münchner Flüchtlingsrat
- Neue Richtervereinigung – Zusammenschluss von Richterinnen und Richtern, Staatsanwältinnen und Staatsanwälten e.V.
- Reporter ohne Grenzen Deutschland
- Republikanischer Anwältinnen- und Anwälteverein e.V. (RAV)
- Soziale Initiative Hamburg SI-HAM e.V.
- Stitching for School and Life e.V. (SSL e.V.)
- Terre des Hommes Deutschland e.V.
- Verband afghanischer Organisationen in Deutschland e.V. (VAFO)