د جرمني د فدرالي پارلمان غړو او د فدرالي حکومت ته غږ:د بشر حقونه وساتئ – له افغانستانه د زیان منونکو کسانو منل دوام ورکړئ!

د CDU/CSU او SPD د سلا مشورې پاڼه کې راغلي، چې غواړي “تر وسې پورې د فدرالي داوطلبانه منلو پروګرامونه (لکه د افغانستان لپاره) ختم کړي او نور نوي پروګرامونه پیل نه کړي.” دا به یو خطرناک ګام وي او د افغانستان فدرالي منلو پروګرام (BAP) پای ته رسول به وي – چې دا یو بنسټیز بشري حقونه لرونکی پروګرام دی!

 

د عامه څرګندونو خلاف، د افغانستان BAP یو بې‌ساری بشري منلو پروګرام دی، چې له لارې‌یې خاصاً زیان منونکي کسان لکه ښځې، ماشومان، یا LSBTIQ* کسان په ځانګړي ډول او خوندي توګه جرمني ته راوستل کېدای شي (د دې په اړه د منلو امر ته مراجعه وکړئ). د ۲۰۲۵ د فبرورۍ تر ۲۸مې نېټې پورې یوازې ۱۲۶۲ کسان د دې پروګرام له لارې جرمني ته راغلي دي. (سرچینه: د فدرالي پارلمان سند 15087)

 

موږ له د جرمني د فدرالي پارلمان له غړو او فدرالي حکومت څخه غوښتنه کوو: پر خپل بشري مسؤلیت او ژمنو ودرېږئ! بشري منلو پروګرامونه لکه BAP د خلکو ژوند ژغوري او باید دوام ورکړل شي او پراخ شي. باید د هغو زیان منونکو کسانو لپاره خوندي لارې رامنځته شي لکه LSBTIQ* کسان، ښځې، ماشومان، خبریالان او د بشري حقونو فعالان.

 

په جدي خطر کې هغه کسان دي، چې د BAP له لارې د جرمني حکومت له خوا د منلو ژمنه ترلاسه کړې، خو دا مهال په پاکستان کې د ناڅرګندو شرایطو لاندې انتظار باسي. دا مهال دا شمېر ۱۵۵۷ کسانو ته رسیږي (سرچینه: د فبرورۍ ۲۴، ۲۰۲۵ – د فدرالي پارلمان سند 15087). دا کسان باید ژر تر ژره راوستل شي. د منلو ژمنې یو قانوني عمل دی. “تر وسې پورې” باید معنی دا ولري، چې د هغو کسانو د منلو پروسه چې لا دمخه د BAP له لارې منل شوي او په اسلام‌اباد کې د ویزې انتظار باسي، باید د پارلمان د دورې تر پایه هم دوام ومومي.

 

سربېره پر دې، د جرمني حکومت شاوخوا ۱۷۰۰۰ کسان د BAP له لارې ټاکلي او تماس‌یې ورسره نیولی، خو لا یې رسمي منلو ژمنه نه ده ورکړې. د دغو کسانو یواځې پرېښودل، کېدای شي خطرناکې پایلې ولري او د خلکو ژوند له خطر سره مخ کړي.

 

له همدې امله، موږ غواړو چې د هغو زیان منونکو کسانو لپاره نوې منلو ژمنې ورکړل شي، چې لا دمخه د BAP له خوا ټاکل شوي او تماس ورسره نیول شوی.

“دا منلو پروګرام زموږ لپاره، افغانو ښځو لپاره، یوازینۍ هیله ده.” – دا یو اقتباس دی له افغانو د ښځو د حقونو سازمانونو له یو ګډ بیان څخه، چې څرګندوي: د BAP په څېر منلو پروګرامونه د ډېرو خلکو لپاره د خوندي ژوند وروستۍ هیله ده. دا د نړیوال کډوال ساتنې یوه اړینه برخه ده، لکه څنګه چې بشري ویزې او بیا مېشتولو (Resettlement) پروګرامونه دي. له همدې امله، موږ غواړو چې د هغو زیان منونکو کسانو لپاره د بشري ویزو چانسونه برابر شي، چې تر اوسه د BAP له خوا نه دي شامل شوي.

 

د دې پر ځای چې شړل (ډیپورت) وشي، چې دا کار د اوسني حالت له مخې په افغانستان کې ښکاره ډول سره د نړیوالو قوانینو خلاف دی، موږ غواړو چې جرمني باید لا هم هغه تر ټولو زیان منونکي کسان ملاتړ کړي، خپله ژمنه مات نه کړي او پر خپلو کړو ژمنو ودرېږي.

 

(سرچینه: د بشر حقونو لپاره د جرمني انسټیټیوټ، ۰۴.۰۳.۲۰۲۵: نظرلیک: افغانستان ته شړل – د اوسني بحث یو د بشري حقونو له نظره ارزونه)

 

لاسلیک کوونکي:

 

Afghanistan-Schulen, Verein zur Unterstützung von Schulen in Afghanistan e.V.
AK Asyl Südstadt Tübingen
Amnesty International Deutschland e.V.
Arbeitskreis Asyl Eningen
Artistic Freedom Initiative (AFI)
Artists at Risk (AR)
Asylzentrum Tübingen
Attac Deutschland
Attac Tübingen-Reutlingen
AWO Bundesverband e.V.
Bayerischer Flüchtlingsrat e.V.
Beauftragter des Evangelischen Kirchenbezirks Tübingen für Flüchtlinge und Asylsuchende
Bundesweite Arbeitsgemeinschaft der Psychosozialen Zentren für Flüchtlinge und
Folteropfer (BAfF e.V.)
Climate Activist Defenders
Der Paritätische Gesamtverband
Deutsch-Afghanische Freundschaftsgesellschaft Baaham e.V
Deutscher Anwaltverein e.V.
European Organisation for Integration e.V.
Flüchtlingsrat Berlin e.V.
Flüchtlingsrat Brandenburg
Flüchtlingsrat Mecklenburg-Vorpommern e.V.
Flüchtlingsrat Niedersachsen
Flüchtlingsrat RLP e.V.
Flüchtlingsrat Sachsen-Anhalt e.V.
Flüchtlingsrat Schleswig-Holstein
Flüchtlingsrat Thüringen e.V.
Fremde brauchen Freunde e.V.
Freundeskreis Asyl Schwäbisch Hall
Freundeskreis Flüchtlinge Dettenhausen
Handicap International e.V.
Hessischer Flüchtlingsrat
Jesuiten-Flüchtlingsdienst Deutschland
Kabul Luftbrücke
medico international e.V.
move on – menschen.rechte Tübingen e.V.
Neue Richtervereinigung (NRV)
Niederdeutsch-Friesisches PEN-Zentrum (aspiring) e.V.
PRO ASYL Bundesweite Arbeitsgemeinschaft für Flüchtlinge e.V.
TERRE DES FEMMES
Terre des Hommes Deutschland e.V.
UNUMONDO e. V.
Verband afghanischer Organisationen in Deutschland
Vereinigung der Verfolgten des Naziregimes-Bund der Antifaschist*innen Kreisvereinigung
Tübingen-Mössingen
ZBBS -Zentrale Bildungs-und Beratungsstelle für Migrant*innen in Kiel

 

د لاندې لینک له لارې په Open Petition کې نور سازمانونه هم کولی شي دې غوښتنې سره یوځای شي:

openpetition.de/!mykhh